مجتبی خامنه ای:ایران به هېڅکله هغه پړاو ته ستون نه شي چې دښمنان یې هیله لري

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب رهبر او د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان “مجتبی علي خامنه ای”،د «سپېڅلې دفاع» اونۍ او د مقاومت محور د قوماندان او د عربي نړۍ د نامتو شخصیت “سید حسن نصرالله” د شهادت د کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې ایران به هېڅکله هغه پړاو ته بېرته ونه ګرځي چې دښمنان یې هیله لري.
نوموړي ټینګار کړی چې ایران به د خپلو اصولو، ملي امنیت او مقاومت پر مسیر خپل حرکت ته دوام ورکړي.



