کندهار کې د ۱۷۰۰ کیلومتره مربع سیمې د کانونو جیولوجیکي سروې پیل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۵ل)
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د کندهار په شمالي ولسوالیو کې یې د شاوخوا ۱۷۰۰ کیلومتره مربع سیمې جیولوجیکي سروې پیل کړې ده.
د چارواکو په وینا، د سروې موخه د نویو کاني سیمو موندل او د کاني او غیرکاني سیمو بېلول دي.
د سروې د ډلې مشر وايي، تر دې دمه له یادې سیمې له ۴۰۰ ډېرې کاني نمونې د لابراتوار څېړنو ته استول شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سروې به په راتلونکو پنځو کلونو کې بشپړه شي او له بشپړېدو وروسته به د کانونو د استخراج لپاره لا ښه زمینه برابره شي.



