نیمروز کې ۴۳ ټانکره بېکیفیته تېل او ۴۱ ټنه غیرمعیاري لمریزې تختې بېرته ګرځول شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۵ل)
د نیمروز د نفت او ګازو عمومي مدیریت وايي، له ایران څخه وارد شوي ۴۳ ټانکره تېل د نمونې اخیستنې، تخنیکي ارزونې او کیفیت کنټرول وروسته بېکیفیته ثابت شوي او بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
مسوولینو له سوداګرو غوښتي چې معیاري او باکیفیته تېل وارد کړي.
بلخوا، د معیار او کیفیت ادارې تخنیکي پلاوي په نیمروز بندر کې د ۴۱ زره او ۶۳۰ کیلوګرامه غیرمعیاري لمریزو تختو د دوو محمولو د واردېدو مخه نیولې او بېرته یې صادرونکي هېواد ته ستنې کړې دي.
د ادارې په وینا، یاد توکي له ټاکل شویو داخلي معیارونو سره برابر نه وو.



