انصارالله: د فلسطیني مقاومت د لوړپوړي قوماندان عزالدین البیک شهادت ستره ضایعه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي غورځنګ سیاسي دفتر د فلسطیني مقاومت لوړ پوړي قوماندان او د شمالي غزې د لېوا د قوماندان “عزالدین البیک” د شهادت له امله فلسطیني ولس، د مقاومت ډلو، حماس او القسام کنډکونو ته تسلیت ویلی دی.
انصارالله په یوه اعلامیه کې د اسرائیلو له لوري د هدفي وژنو او د اوربند له تړون څخه د پرلپسې سرغړونو غندنه کړې او ویلي یې دي چې دغه اقدامات د امریکا په ملاتړ ترسره کېږي.
د انصارالله سیاسي دفتر زیاته کړې چې د قدس په لاره کې د فلسطینیانو وینه تویول، د فلسطین د خلکو له لوري د اسلامي مقدساتو د دفاع لپاره تر ټولو ستره قرباني ده.
دغه دفتر د اسرائیلي وګړو له لوري الاقصی جومات ته د پرلهپسې ننوتلو غندنه هم کړې او ویلي یې دي چې دا اقدامات د قدس د یهودي کولو او د اسلامي هویت د له منځه وړلو په موخه د یوه پلان برخه دي.
انصارالله همداراز د فلسطیني ولس او مقاومت پر وړاندې د ډېرو عربي او اسلامي نظامونو د «خیانت او پرېښودنې» له امله خپله خواشیني څرګنده کړې ده.



