وال سټریټ ژورنال: د خلیجي هېوادونو د تېلو صادرات د جګړې له پیل مخکې کچې ته نږدې شوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۷ تله، ۱۴۰۵ل)
«وال سټریټ ژورنال» راپور ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد بهیر بېرته ښه شوی او د منځني ختیځ د مهمو تېلو تولیدوونکو د سپټمبر صادرات شاوخوا ۱۲.۸ میلیونه بېرله په ورځ ته رسېدلي دي.
د کپلر د معلوماتو له مخې، دا د فبرورۍ په میاشت کې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه کچه ده، خو لا هم د جګړې له پیل مخکې کچې څخه ټیټه ده.
راپور زیاتوي چې ایران له هرمز تنګي څخه د خپلو تېلو د صادرولو توان له لاسه ورکړی او له همدې امله یې د تېلو عواید او پر امریکا د فشار یوه مهمه وسیله کمزورې شوې ده.
د راپور له مخې، د ایران له بندیز څخه بهر زیرمه شوي تېل هم ښايي د اکتوبر تر منځنۍ مودې پورې پای ته ورسېږي، چې له امله یې د تهران اقتصادي فشارونه زیاتېدای شي.



