محمد البختي: یمني ولس او وسله وال ځواکونه د غزې ترڅنګ ولاړ دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۸ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت لوړ پوړي چارواکي “محمد البخيتي” چې کلونه وړاندې د الجزیرې یوې ویاندې د یمنیانو پر فقر ملنډې وهلې او ادعا یې کوله چې څنګه به یمنیان بیت المقدس ازاد کړي، په داسې حال کې چې د صنعا د ماشومانو د مړولو توان نه لري.
البخیتي وايي، دا یوازې د ژبې تېروتنه نه وه، بلکې د نوموړي په وینا، د یوې داسې فرهنګ د رامنځته کولو هڅه وه چې خلک قانع کړي څو د فلسطین د ملاتړ پر ځای د خپلو اقتصادي ستونزو له امله چوپ پاتې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د الله تعالی په فضل یمنیانو دغه روایتونه له منځه وړي او په داسې حال کې چې شتمن کسان د اسرائیلو ترڅنګ ولاړ دي، بېوزله یمنیان د غزې ترڅنګ ولاړ دي.



