د واخان سړک پرانیسته؛ منصور: افغانستان د جګړې پر ځای د ابادۍ پر لور روان دی

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۲ تله، ۱۴۰۵ل)
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ملا عبداللطیف منصور وايي، د واخان دهلېز سړک د افغانستان او سیمې لپاره ستراتیژیک، سیاسي او اقتصادي ارزښت لري.
نوموړي د دغه سړک د پرانیستې په مراسمو کې وویل، اسلامي امارت په هېواد کې عام المنفعه پروژو ته لومړیتوب ورکړی او اوس د افغانستان په کچه زرګونه ورته پروژې تر کار لاندې دي.
منصور وویل، افغانستان اوس د بیارغونې لپاره مناسب بستر لري او باید له رامنځته شوي امنیت او اداري وضعیت څخه په ګټې اخیستنې د هېواد د ابادۍ چارې چټکې شي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت اقتصادي پالیسي د اقتصادي ودې او د خلکو د هوساینې لپاره جوړه شوې او د دولت پر جوړولو او د هېواد پر ځان بساینې کار روان دی.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر همداراز وویل، جګړې اوس مشروعیت نه لري او د نظام پر ضد د هر ډول راپورته کېدو پر وړاندې به اقدام وشي. نوموړي ټینګار وکړ چې د بهرنیانو فزیکي حضور او په بهرني سیاست کې د هغوی لاسوهنې ته پای ورکړل شوی او د هېواد د بیارغونې لپاره باید له موجودو فرصتونو استفاده وشي.



