ذبيح الله مجاهد: پاکستان دې د خپلو ستونزو پړه پر افغانستان نه اچوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي، پر افغانستان د خپلو ناکامیو پړه اچول د پاکستان د ستونزو حل نه دی او دغه هېواد باید د خپلو کورنیو ستونزو د هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.

مجاهد ویلي، په پاکستان کې سیاسي، امنیتي، ټولنیزې او اقتصادي ستونزې د اندېښنې وړ دي، چې پر ټوله سیمه منفي اغېزې لري. نوموړي د پاکستاني چارواکو له خوا پر افغانستان بې‌ځایه تورونه لګول او د مذاکراتو د بهیرونو سبوتاژ کول ناکام سیاست بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی، چې د پاکستان د لوړپوړو چارواکو تمرکز پر تبلیغاتو او پروپاګند د ستونزو حل نه شي کولای؛ بلکې دغه هېواد باید د خپلو سیاستوالو او ولسونو مشورو ته غوږ ونیسي او د هغوی حقونو ته درناوی وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button