نورستان کې د ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د حلقوي سړک جوړولو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۹ تله، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت په وینا، د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د دوه کیلومتره حلقوي سړک د رغولو چارې د څه باندې ۱۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې دي.

دغه سړک لس متره پلنوالی لري او د پروژې په اوږدو کې به یو ۲۰ متره پل، اته پلګوټي، ۱۵۳۰ متره استنادي دېوال، د سړک غاړې ویالې او پیاده‌رو هم جوړ شي.

د یاد وزارت په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به د پارون ښار ترانسپورتي ستونزې کمې او د سیلانیانو د تګ راتګ ترڅنګ به د اقتصادي ودې لپاره هم اسانتیاوې برابرې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button