مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۴۷ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د ورځني راپور له مخې، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۱۴۷ کډوالې کورنۍ، چې ۶۲۶ غړي لري، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. همداراز، د ورېښمو پل له لارې ۷۷۱ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، له ۳۶ کورنیو سره ټولټال ۳۰۴ زره افغانۍ نغدي مرسته شوې، ۲۹ کورنۍ چې ۱۵۴ غړي لري، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ کرایه یې ورکړل شوې ده.
همداراز، ۴۳ سیمکارتونه وېشل شوي، زرګونو راستنېدونکو ته خوراکي او روغتیايي خدمات وړاندې شوي او په بېلابېلو لارو او مرکزونو کې سلګونه ناروغان تداوي شوي دي.



