د ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۵ل)
د فراه ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر سړک د ۶۴ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې د ایران په همکارۍ او د ټولګټو وزارت په همغږۍ پیل شوې. دغه سړک ۱۰ متره سور لري او د بندر له صفر نقطې څخه د پشتکوه ولسوالۍ پورې غځېدلی دی.
د میل ۷۸ – ابونصر فراهي سړک ټولټال ۱۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د پاتې ۵۳ کیلومتره برخې د بیارغونې چارې یې هم مخکې پیل شوې دي.
دغه سړک افغانستان له ایران سره نښلوي او بیارغونه یې د سوداګرۍ او ترانزیټ د اسانتیا لپاره مهمه ده.



