کويټ کې د اسلامي امارت او سعودي سفيرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰، تله ، ۱۴۰۵ ل)

په کویت کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي محمد شفیق خطیب په دغه هېواد کې د سعودي عربستان له سفیر سلطان بن سعد بن خالد آل سعود سره وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او په کویت کې مېشتو افغانانو ته د عمرې ویزو د صادرولو په اړه خبرې وشوې.

په ورته مهال؛ دواړو لورو پر ګډو هڅو او دوامداره همکاریو ټينگار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button