جنرال یحیی سریع: که صنعا په اټومي بمونو هم وویشتل شي د فلسطيني قضیې له ملاتړ به لاس وانخلو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ تله، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ویلي چې که د یمن پلازمېنه صنعا په اټومي بمونو هم وویشتل شي، دوی به د فلسطین د قضیې ملاتړ پرېنږدي.
یحیی سریع ټینګار کړی چې د فلسطین او لبنان په اړه د دوی دریځ ثابت او هوډمن دی او د فشارونو او ګواښونو په وړاندې به بدلون ونه کړي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي: «حتی که صنعا په اټومي بمونو هم وویشتل شي، موږ به هېڅکله فلسطین او لبنان پرېنږدو؛ زموږ دریځ به هماغسې ثابت او هوډمن پاتې شي.»



