د اوبو او انرژۍ وزیر په ریاض کې د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د ددغه وزارت وزیر ملا محمد یونس آخندزاده له مل پلاوي سره د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د انرژۍ د ۱۷م نړیوال فورم په څنډه کې د انرژۍ له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د وزارت په وینا، نوموړي د انرژۍ د تولید، لېږد او وېش او همدارنګه د نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې له عصري ټکنالوژۍ او پرمختللو تجهیزاتو سره بلدتیا ترلاسه کړه.
نوموړي د افغانستان د انرژۍ سکتور د پراختیا لپاره د نړیوالو تجربو ترلاسه کول، د مسلکي کادرونو د وړتیا لوړول او د نویو فرصتونو پېژندل مهم وبلل.



