سوډان کې د سرو زرو پر کان برید؛ ۷۲ کسان وژل شوي او ۱۲۰ ټپیان دي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د سوډان په شمال کې د سره سمندر ایالت د سرو زرو پر یوه کان د شنبې په ورځ د جنګي الوتکو په برید کې شاوخوا ۷۲ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د «بېړنیو وکیلانو» په نوم د سوډان د بشري حقونو سازمان د وژل شویو شمېر شاوخوا ۷۲ تنه ښودلی، په داسې حال کې چې عیني شاهدانو د لږ تر لږه ۶۵ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د نیویارک ټایمز د څېړنې له مخې، د ویډیوګانو او عیني شاهدانو څرګندونې د برید په ترسره کېدو کې د مصر د لاس لرلو احتمال مطرح کوي، خو د برید مسؤلیت په خپلواکه توګه نه دی تثبیت شوی.

 مصري پوځ ویلي، چې ځواکونو یې د ناقانونه سرو زرو کان‌کېندنې پر ضد عملیات یوازې د خپل هېواد په خاوره کې کړي دي. د سوډان د پوځ قوماندان عبدالفتاح البرهان هم د دوشنبې په ورځ د پېښې په اړه د څېړنو د پیل اعلان کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button