د ریاض نړیوال هوايي ډګر په مؤقت ډول وتړل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ تله، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان چارواکو اعلان کړی، چې د ریاض ملک خالد نړیوال هوايي ډګر به د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو له امله د اکتوبر تر ۱۷مې نېټې پورې په مؤقت ډول تړل وي.
د امریکايي فاکس نیوز شبکې د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
د الوتنو د څارنې وېبپاڼې «فلاټرادار ۲۴» ویلي، د هوايي ډګر تړل کېدل هره ورځ شاوخوا ۷۰۰ الوتنې اغېزمنوي.
د راپور له مخې، د شنبې په ورځ په یوه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ ډېر ټپیان شوي، او د یکشنبې په ورځ په بل برید کې یو کس وژل شوی دی. چارواکي د اوښتو زیانونو ارزونه کوي، څو د هوايي ډګر فعالیتونه بېرته پیل کړي.



