عباس عراقچي: پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې شاوخوا ۵ زره کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ میزان ۱۴۰۵):

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ادعا کړې، چې پر ایران د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د سلګونو ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا پنځه زره کسان وژل شوي دي.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، عراقچي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۷مه، کړې دي.

عراقچي ویلي، چې امریکا او اسراییلو د ایران د لوړپوړو سیاسي او پوځي چارواکو په وژلو سره له نړیوالو حقوقو سرغړونه کړې ده. نوموړي د دغو مرګ‌ژوبلو د شمېر لپاره په یاد راپور کې د خپلواکې سرچینې د تایید یادونه نه ده کړې.

مربوطه مطالب

Back to top button