افغانستان او څلور هېوادونو د ټرانسافغان دهلېز او کاسا اوسپنې پټلۍ پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ میزان ۱۴۰۵):
د افغانستان، قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران چارواکو په استانه کې د «نیو سلک وې» نړۍوال سوداګریز فورم په څنډه کې د ټرانسافغان دهلېز د پراختیا او د منځنۍ اسیا او سوېلي اسیا ترمنځ د کاسا اوسپنې پټلۍ پروژې د پلي کېدو په اړه خبرې کړې دي.
د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت په وینا، په دې غونډه کې د پروژو د تمویل، د زېربناوو د پراختیا، د ترانسپورټي مسیرونو د همغږۍ او د پانګهوالو د راجلبولو پر لارو چارو بحث شوی دی.
د قزاقستان د ترانسپورټ وزیر نورلان ساورانبایف ویلي، ګډونوالو هېوادونو د یادو پروژو د عملي کېدو لپاره پر ګډې لېوالتیا ټینګار کړی دی.



