سعودي عربستان او امارات د حوثي ځواکونو پر ضد نوې پوځي هوکړې ته رسېدلي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ میزان ۱۴۰۵):

د بریتانیا «ګارډین» ورځپاڼې د یمني سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې متحده عربي اماراتو په یمن کې د حوثیانو پر ضد د جګړې لپاره د ځینو حکومتي ځواکونو د تمویل د بیا پیلولو هوکړه کړې او سعودي عربستان به په بدل کې د حوثیانو ضد ځواکونو هوايي ملاتړ کوي.

د راپور له مخې، دا هوکړه د دواړو سیالو خلیجي هېوادونو ترمنځ د یمن د راتلونکي په اړه د ژورو اختلافونو د کمېدو لومړنۍ نښه ده؛ ځکه دواړه هېوادونه په دغه هېواد کې د حوثیانو د پرمختګونو په اړه اندېښمن دي.

ورځپاڼه زیاتوي، چې اماراتو د روان کال په جنورۍ کې له یمنه د خپلو پوځي عملیاتو د ملاتړ چارې ودرولې او د جنوبي ځواکونو تمویل یې هم بند کړی و، خو په دې وروستیو کې د حوثیانو بریدونو او پرمختګونو د ابوظبۍ اندېښنې زیاتې کړې دي.

د راپور له مخې، د یمن په عدن هوايي ډګر د حوثیانو د دوو توغندیو د لګېدو ترڅنګ، یوه ورځ مخکې پر یوه جمهوري ماڼۍ برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button