د ایکو غونډه کې د افغان ټرانس او بلخ–هرات–کندهار اوسپنیزو لارو پر پروژو خبرې شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ میزان ۱۴۰۵):
د افغانستان د اوسپنیزې لارې ادارې عمومي رئیس مولوي عبدالکریم فاتح د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په څوارلسمه سیمهییزه غونډه کې ګډون کړی او د افغان ټرانس او بلخ–هرات–کندهار اوسپنیزو لارو پروژو په اړه یې خبرې کړې دي.
د ټولګټو چارو وزارت د ویاند محمد اشرف حقشناس په وینا، په دې غونډه کې د سیمهییزې سوداګرۍ، ترانزیټ او د اوسپنیزو لارو د پراختیا په اړه بحثونه شوي دي.
مولوي عبدالکریم فاتح ویلي، افغانستان شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره فعاله اوسپنیزه لاره لري، چې هر کال نږدې پنځه میلیونه ټنه سوداګریز توکي پرې لېږدول کېږي.
نوموړي همدارنګه له قزاقستان، ازبکستان، پاکستان او ایران له استازو سره په لیدنو کې د اوسپنیزو لارو د پروژو پر پلي کېدو، پانګونې او د افغانستان او ایران ترمنځ د مسافر وړونکو اورګاډو د فعالیت پر پیل خبرې کړې دي.



