د خیبر پښتونخوا وکیلان د والي د واکمنۍ او بېړني حالت پر ضد کاري اعتصاب کوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۶ میزان ۱۴۰۵):
د خیبر پښتونخوا د وکیلانو شورا پرېکړه کړې، چې د والي د واکمنۍ او بېړني حالت د لګولو پر ضد به د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۱۹مه) په محکمو کې کار نه کوي.
شورا ویلي، چې د دغه اقدام پر ضد به په پېښور عالي محکمه او نورو محکمو کې قانوني قضیې ثبت کړي او په دې اړه به د اکتوبر تر ۲۰مې قانوني مسوده هم چمتو کړي.
شورا له عدلي بنسټونو غوښتي، چې د ایالت وضعیت ته بېړنۍ پاملرنه وکړي او له امنیتي ادارو یې غوښتنه کړې، چې د عملیاتو پر مهال له غیرقانوني چاپو او ملکي وګړو ته له زیان رسولو ډډه وکړي. د یادونې وړ ده، چې د پېښور عالي محکمې وکیلانو تر دې مخکې هم د والي د واکمنۍ او بېړني حالت پر ضد لاریون کړی و.



