ضمير کابلوف: د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري په شپږو میاشتو کې دوه برابره شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ میزان ۱۴۰۵):
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د روان ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د کابل او مسکو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو کچه دوه برابره شوې ده.
نوموړي په مسکو کې د سیمهییزو سازمانونو په ګډه غونډه کې ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د پراختیا په حال کې دي.
کابلوف ټینګار کړی، چې روسیه له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ د پراختیا لپاره هڅو ته دوام ورکوي.
د روسیې د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت شاوخوا ۳۲۶ میلیون ډالرو ته رسېدلی و.



