د پکتيا ډنډ پټان کې د ۳۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ میزان ۱۴۰۵):

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ۳۰ بستریز عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده.

د عامې روغتیا وزارت په وینا، د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د پکتیا ولایت د مقام مرستیال، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و.

د یاد وزارت په وینا، په دغه روغتون کې به د عمومي داخله، جراحي، نسایي ولادي او ماشومانو د داخله څانګې شاملې وي، چې د جوړېدو له بشپړېدو وروسته به د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي. د عامې روغتیا وزیر ویلي، هڅه کوي چې په ټول هېواد کې معیاري روغتیايي خدمتونه پراخ او خلکو ته یې د لاسرسي زمینه برابره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button