د اوبو او انرژۍ وزارت: د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې ۹۶ سلنه بشپړې شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ میزان ۱۴۰۵):
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې شاوخوا ۹۶ سلنه بشپړې شوې دي.
د دغه وزارت په وینا، د پروژې چارې په بېلابېلو برخو کې په چټکۍ روانې دي او پاتې کارونه یې هم د بشپړېدو په حال کې دي.
وزارت زیاتوي، تمه ده چې د کجکي برېښنا بند د دوهم فاز چارې په نږدې راتلونکي کې بشپړې او دغه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



