هلمند کې د ۵۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۵۰ بستریز روغتون جوړيدل منظور شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ میزان ۱۴۰۵):

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، په هلمند ولایت کې د ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړولو پروژه د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې، چې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال په مشرۍ جوړه شوې وه، منظوره شوې ده.

د یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به پر ۵۰ جریبه ځمکه جوړ شي او د جوړېدو چارې به یې درې کاله وخت ونیسي.

د دې پروژې ټول لګښت شاوخوا ۵۰۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې مالي تمویل به یې د افغانستان اسلامي امارت له لوري ترسره کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button