پکتیا کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته؛ د دوه پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۵ل)
د پکتیا ولایت په ډنډ پټان او اریوب ځاځیو ولسوالیو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

د راپور له مخې، ځايي سرچینو ویلي چې د ډنډ پټان ولسوالۍ په سیمه کې د دواړو لورو ترمنځ نښته روانه ده او افغان او پاکستاني ځواکونه یو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

سرچینې ادعا کړې چې په دې نښته کې تر دې مهاله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د هغوی یوه څارونکې کامره هم له منځه وړل شوې ده.

د راپور له مخې، پاکستاني ځواکونو پر ملکي سیمو او د څپري په نوم پر یوه سیمه‌ییز بازار توغندي توغولي دي. که څه هم د احتمالي ځاني زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی، خو د دغو بریدونو له امله فرضي کرښې ته څېرمه لسګونه کورنۍ اړ شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.

سرچینو همداراز ویلي چې د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې هم د ډیورنډ پر فرضي کرښه د ماسپښین له مهال څخه نښته پیل شوې وه چې تر مازیګر ناوخته یې دوام کړی دی.

د راپور له مخې، په دې سیمه کې هم پاکستاني ځواکونو پر ملکي سیمو لسګونه توغندي توغولي، خو د ځاني زیانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

مربوطه مطالب

Back to top button