امر بالمعروف وزارت: تېره میاشت ۵۲ جادوګر نیول شوي او د ښځو ۹۳۸ قضیو ته رسېدنه شوې

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵)

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، د ۱۴۰۵ لمریز کال د تلې میاشتې په اوږدو کې یې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې ۵۲ کسان د جادوګرۍ په تور نیولي او عدلي او قضايي بنسټونو ته یې ورپېژندلي دي. دغه وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې یې د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۹۳۸ قضیې، چې جبري ودونه، میراث، مهر، نفقه، په بدو کې د ښځو ورکول او طلاق پکې شامل دي، څېړلې دي.

د وزارت په وینا، په تېره میاشت کې یې ۲ زره او ۴۵۸ اصلاحي او عامه پوهاوي غونډې جوړې کړې، ۴۸ پخوانۍ دښمنۍ او ۲۵۲ کورنۍ، قومي او سیمه‌ییزې شخړې یې حل کړې دي. دغه راز، د شرعي اصولو د نه مراعاتولو له امله یې یو شمېر رسنیز مرکزونه او د غږ او ترانو د ثبت سټوډیوګانې تړلې او له بازارونو یې تر ۲۰ ټنو ډېر بې‌کیفیته او تاریخ‌تېر توکي راټول او له منځه وړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button