بلخ کې ۳۵۸ تنه ساتنمنان له مسلکي او عقیدتي زدهکړو فارغ شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵):
د کورنیو چارو وزارت وايي، د بلخ ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه ۳۵۸ تنه ساتنمنان له مسلکي او عقیدتي زدهکړو وروسته فارغ شوي دي.
د فراغت په مراسمو کې د بلخ مرستیال والي مولوي نورالهدی ابو ادریس، د پولیسو د روزنیز مرکز قوماندان استاد سعید احمد او یو شمېر نورو سیمهییزو مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
د بلخ مرستیال والي د پولیسو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو او د دندو په اغېزمن ترسره کولو کې د روزنیزو مرکزونو رول مهم بللی دی.
بلخوا، د روزنیز مرکز قوماندان له فارغ شویو ساتنمنانو غوښتي، چې خپلې زدهکړې په عملي ډګر کې وکاروي او د دندو پر مهال صداقت، ژمنتیا او مسوولیتپالنه په پام کې ونیسي.



