افغان پلاوي د ترکیې د کډوالۍ ادارې له مرستیال سره د افغان کډوالو د ستونزو حل په اړه خبرې کړي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵):
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت او بهرنیو چارو وزارت ګډ پلاوي د مولوي سعید احمد بنوري په مشرۍ ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د کډوالۍ ادارې له مرستیال مراد قرهکایا او یو شمېر نورو مسوولینو سره لیدلي دي.
په دې کتنه کې په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو، د ساتنې له مرکزونو څخه د لیدنې او د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، ترکي لوري د کډوالو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي او د ستونزو د حل لپاره یې د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.
بلخوا، افغان پلاوي هیله څرګنده کړې، چې د ګډې همغږۍ له لارې به په ترکیه کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه وشي.



