کندوز کې د ۲۲ میلیونه ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ لړم ۱۴۰۵):

د کندوز ولایت په قلعه‌ذال ولسوالۍ کې د ۲۲ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونې د سرو زرو د یوه کان د استخراج چارې په رسمي ډول پیل شوې دي.

د یادو چارو د پیل مراسم د کندوز د مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب په ګډون ترسره شوي، چې د اړوندو ادارو مسوولینو، قراردادي شرکتونو استازو او قومي مشرانو هم پکې ګډون درلود.

د کندوز د کانونو او پټرولیم ریاست انجنیر عبدالله وايي، د دغه کان د استخراج تړون د پنځو کلونو لپاره شوی او د ګټې ۳۰ سلنه برخه به یې اسلامي امارت ته ورکول کېږي.

د نوموړي په وینا، د کان د استخراج لپاره شاوخوا شپږ کیلومتره ځمکه په پام کې نیول شوې او د سرو زرو د رسوبي زېرمو د اکتشاف چارې هم روانې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button