د افغانستان او قطر د سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا ټینګار وشو

کابل ټکی کام ( شنبه۲ لرم، ۱۴۰۵ل)
په کویت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر مولوي «محمد شفیق خطیب» د قطر له سفیر علي محمود سره کتلي دي.
د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت د معلوماتو له مخې، په دغه کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو، دوه‌اړخیزو همکاریو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
په کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر لا پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button