حزام الاسد: سعودي سره مذهبي دوښمني نلرو پر هوايي ډګرونو یې بریدونه د یمن د هوايي محاصرې د ماتولو لپاره ترسره کېږي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصاراالله اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر لوړ پوړي غړي “حزام الاسد” ویلي، چې له سعودي سره دوښمني نلري او د عربستان پر هوايي ډګرونو د یمني وسلهوالو ځواکونو بریدونه د یمن پر ضد د هوايي محاصرې د پلي کېدو په غبرګون کې ترسره کېږي.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، حزام الاسد له «العهد» خبري چینل سره په خبرو کې سعودي عربستان د یمن پر وړاندې په تېري او د خلکو په وژلو تورن کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد په یمن کې ګڼې وژنې کړې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلاف اقدامات د یمن پر خلکو او هېواد فشارونه زیاتوي.



