ایران: د هرمز تنګي د پرانیستلو په بدل کې مو د بندیزونو د لرې کولو وړاندیز نه دی کړی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵)

د ایران تسنیم خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې له امریکا سره د هرمز تنګي د پرانیستلو په بدل کې د بندیزونو د لرې کولو په اړه د ایران د وړاندیز ادعا ناسم او له حقیقت لرې ده.

سرچینې ویلي، ایران دا ډول معامله نه مني او د خپلو ځانګړو لارو چارو له لارې به بندیزونه مات کړي.

سرچینې زیاته کړې، د ایران دریځ هماغه اووه شرطونه دي، چې د منځګړو له لارې اعلان شوي دي. د نوموړي په وینا، ایران پاکستاني منځګړي ته هېڅ نوی وړاندیز نه دی سپارلی او په دې اړه رسنیز اټکلونه حقیقت نه لري.

مربوطه مطالب

Back to top button