له څلورو موسسو سره د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو او ۶۰ زره ډالرو هوکړهلیکونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (شنبه، ۲ لړم ۱۴۰۵):
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له څلورو مرستندویه موسسو سره یې د ۱۹ میلیونه او ۹۴۳ زره او ۹۳۸ افغانیو او ۶۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت څلور هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د وزارت په وینا، دغه مرستې به په ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او هرات ولایتونو کې د خوراکي توکو، نغدي مرستو او څلورو څاهګانو د کیندلو لپاره ولګول شي، څو د راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.



