په یمن بریدونو ته غبرګون؛ حوثي ځواکونو سعودي کې مهم اهداف ویشتلي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” ادعا کړې، چې د سعودي عربستان د هوايي بریدونو په ځواب کې یې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر اوو مهمو هدفونو د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه ترسره کړي دي.

یحیی سریع پلازمینه صنعا کې یوې خبري ناستې د خبرو پر ویلي، چې دغه عملیات یې د سعودي عربستان د هغو هوايي بریدونو په ځواب کې ترسره کړي، چې په وینا یې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یمن پر پلازمېنې صنعا او نورو ترسره شوي دي.

د اعلامیې له مخې، سعودي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰۰ هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شوي دي. د یمن پوځ ادعا کوي، چې د وروستي پوځي کړکېچ له پیل راهیسې د سعودي هوايي بریدونو او توغندیزو حملو شمېر ۳۱۲۳ ته رسېدلی دی.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو د اعلامیې له مخې، د ترسره شویو عملیاتو هدفونه په لاندې ډول دي:

۲- د ریاض خالد هوايي ډګر: د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې دغه هوايي ډګر په دوو پړاوونو کې په نښه شوی دی.

۲- د ارامکو شرکت: د سعودي عربستان په ینبع سیمه کې د ارامکو شرکت پر تاسیساتو برید شوی دی.

۳-د رابغ د تېلو چاڼځای: د یمن پوځ ادعا کوي، چې دغه برید خپل هدف ته رسېدلی دی.

۴:د تېلو د لېږد تأسیسات: د خامو تېلو د پمپ کولو پر سټېشنونو او له ختیځ څخه لوېدیځ ته د تېلو د لېږد پر نل‌لیکه برید شوی دی.

۵: د دمام ملک فهد نړیوال هوايي ډګر: د یمن د پوځ په وینا، برید پر خپل هدف لګېدلی او د دغه هوايي ډګر د الوتنو بهیر یې له خنډ سره مخ کړی

۶:د نجران هوايي ډګر: د یمن وسله‌وال ځواکونه ادعا کوي، چې دغه هوايي ډګر یې په مستقیم ډول په نښه کړی دی.

۷:. د خمیس مشیط هوايي اډه: د سعودي عربستان پر دې پوځي هوايي اډه هم برید شوی دی.

د یمن وسله‌والو ځواکونو په اعلامیه کې ویلي، چې د خپل هېواد او خلکو د دفاع په موخه به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.

اعلامیه زیاتوي، چې د سعودي عربستان پر مهمو سیمو بریدونه او د دغه هېواد د پوځي ځواکونو د تجمعاتو په نښه کول به تر هغه دوام ولري، څو پر یمن بریدونه ودرول شي او د دغه هېواد محاصره پای ته ورسېږي.

د یمن پوځ د خپلو عملیاتو موخه د «محاصرې په مقابل کې محاصره او د تشدید په مقابل کې تشدید» د معادلې پلي کول بللي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button