کورنیو چارو وزارت: بدخشان کې ۳۱۲ کیلوګرامه نشهيي توکي نیول شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ لړم ۱۴۰۵)
د کورنیو چارو وزارت وايي، د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کشفي عملیاتو په پایله کې د ۳۱۲ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیولې ده.
د یاد وزارت په وینا، د دغې پېښې په تړاو دوه تنه هم نیول شوي دي.
وزارت زیاتوي، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.



