بلخ کې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو سړکونو د ترمیم چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳ لړم ۱۴۰۵)
د ټولګټو وزارت وايي، په بلخ ولایت کې د حیرتان د عمومي سړک د ۴۱ کیلومتره برخې او د کلدار ولسوالۍ د ۲۷ کیلومتره سړک د ترمیم چارې پیل شوې دي.
د وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په وینا، دغه دوه پروژې د ۲۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شي، چې په ترمیم سره به یې د خلکو د تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد ستونزې کمې شي.



