ترکیې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش خراسان څانګې د یوه غړي د نیولو خبر ورکړی

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ لړم، ۱۴۰۵ل)
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د ملي استخباراتو ادارې (میت) د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د داعش خراسان څانګې یو غړی نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی.
د راپورونو له مخې، نیول شوی کس اوغور بهادر نومېږي، چې د داعش په خراسان څانګه کې یې د «عبدالله» په مستعار نوم فعالیت کاوه.
ویل کېږي چې نوموړی له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې ته تللی و او هلته یې د داعش په روزنیزو کمپونو کې بېلابېلې دندې ترسره کولې او د دې ډلې امرونه یې عملي کول.
د ترکیې د رسنیو د معلوماتو له مخې، بهادر د خپلو اعترافاتو پر مهال د اوزګور التون په اړه هم معلومات ورکړي دي؛ هغه کس چې له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سیمې ته د داعش د غړو د لېږد چارې یې تنظیمولې.
راپور زیاتوي چې بهادر په ۲۰۲۴ کال کې د التون په لارښوونه دغې سیمې ته تر سفر وروسته له داعش سره یوځای شوی و، په داسې حال کې چې التون خپله هم په ۲۰۲۵ کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نیول شوی و.
ترکیې تر دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د داعش د څو غړو د نیولو خبر ورکړی، خو د دغو عملیاتو د کره ځای او څرنګوالي په اړه یې بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.
دا نیونه په داسې حال کې ده چې د ترکیې د ملي استخباراتو مشر څو اوونۍ وړاندې کابل او کندهار ته سفر کړی و او د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره یې لیدلي وو.
د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه سفر پر مهال د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه هم د دواړو لورو د خبرو اترو له مهمو موضوعاتو څخه وه.



