کویټ کې د افغانستان او روسیې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۱ لړم ۱۴۰۵)

په کویټ کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ‘مولوي محمد شفیق خطیب” د روسیې فدراسیون له سفیر “ولادیمیر ژېلتوف” سره لیدلي دي.

د افغانستان اسلامي امارت د سفارت د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د شته ثبات او وروستیو پرمختګونو او له نشه‌یي توکو سره د مبارزې په اړه خبرې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د پرمختګونو پر ملاتړ او د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button