په کابل کې د ایران سفیر: افغانستان د اقتصادي پراختیا په درشل کې دی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲لړم، ۱۴۰۵ل)
په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت سرپرست وايي، افغانستان د اقتصادي پراختیا په درشل کې دی او په دغه هېواد کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره زمینه برابره شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د پام وړ ظرفیتونه لري او د پانګونې د فرصتونو په برابرولو سره کولای شي د خپل اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم ګامونه واخلي.

د ایران د سفارت سرپرست د کورنیو او بهرنیو پانګوالو د جذب لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو ټینګار کړی، چې په وینا یې، دا به د افغانستان د اقتصادي ودې او پراختیا په بهیر کې مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button