روسیه: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مو ۱۱۷۵ اوکرایني سرتېري وژلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۵ل)
د روسیې دفاع وزارت ادعا کړې، چې د اوکراین په جګړه‌ییزو سیمو کې د روسي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې نږدې ۱۱۷۵ اوکرایني سرتېري وژل شوي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، روسي ځواکونو د اوکراین د پوځ د استفادې وړ د انرژۍ او ترانسپورټ زېربناوې، د بې‌پیلوټه الوتکو د تولید او ساتنې مرکزونه، د مهماتو زېرمتونونه او د اوکرایني ځواکونو د لنډمهالي ځای پر ځای کېدو مرکزونه په نښه کړي او درانه زیانونه یې ور اړولي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د روسیې هوايي دفاعي سیستمونو په همدې موده کې ۳۹۱ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې هم رانسکورې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې د اوکرایني ځواکونو د مرګ‌ژوبلې په اړه د روسیې دغې ادعا ته اوکراین تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button