د ایران لوی درستیز: ایران د نړیوال ځواک د څلورم قطب په توګه راڅرګند شوی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز او د خاتمالانبیاء (ص) مرکزي قرارګاه قوماندان ویلي، چې ایران له درېیمې تپل شوې جګړې وروسته په نړۍ کې د ځواک د څلورم قطب په توګه راڅرګند شوی دی.
نوموړي په یوه پیغام کې د ایران د ځواک او پوځي وړتیاوو پر پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له وروستیو جګړو وروسته په نړیواله کچه د ځواک د یوه نوي قطب په توګه مطرح شوی دی.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې په سیمه کې د ایران او د هغه د سیالانو ترمنځ پوځي او سیاسي کړکېچونه دوام لري.



