ایران د اټومي برید پر مهال د خلکو د خوندیتوب لپاره بېړنۍ لارښوونې خپرې کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران دولتي ټلوېزیون او خبري اژانسونو د اټومي چاودنې پر مهال د خلکو د خوندیتوب او د احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره بېړنۍ لارښوونې خپرې کړې دي.

د ایران دولتي رسنیو په یوه خپره کړې ویډیو کې خلکو ته سپارښتنه کړې چې د اټومي چاودنې پر مهال د ځان ساتنې لپاره لاندې تدابیر ونیسي:

د چاودنې له روښانه او شدیده رڼا څخه د سترګو ساتنه وکړي او که له ودانۍ بهر وي، د یوه خنډ شاته پناه واخلي، پر ځمکه څملي او خپل سر او مخ پټ کړي.

د چاودنې څپې له تېرېدو وروسته دې نږدې ودانۍ ته ننوځي او د نندارې یا انځور اخیستو لپاره دې نه درېږي. همدارنګه، په موټر کې پناه اخیستل خوندي نه دي.

په ودانۍ کې دې زېرزمیني یا د ودانۍ منځنۍ برخې ته لاړ شي او له کړکیو او بهرنیو دېوالونو دې لرې پاتې شي. دروازې او کړکۍ دې وتړي او د هوا یخوونکي او د هوا لېږد هغه وسایل دې بند کړي چې له بهر څخه هوا راکاږي.

رسنیو سپارښتنه کړې چې که څوک له بهرني چاپېریال سره مخ شوي وي، بهرنۍ جامې دې له ښورولو پرته وباسي او په یوه تړلې کڅوړه کې دې له نورو خلکو لرې کېږدي. دغه کڅوړه دې د غورځولو لپاره بهر نه وړي.

د ځان پاکولو لپاره دې په نیمه ګرمو اوبو او صابون غسل وکړي، عادي شامپو دې وکاروي او د وېښتانو نرمونکي مواد دې نه کاروي. که غسل ممکن نه وي، مخ، لاسونه او لوڅ پوستکی دې په اوبو یا لمدو پاکوونکو ټوکرونو پاک کړي.

په لارښوونو کې خلکو ته سپارښتنه شوې چې د څښاک لپاره له بوتلونو اوبه او بسته‌بندي شوي خواړه وکاروي او لږ تر لږه د ۲۴ ساعتونو لپاره په پناه‌ځای کې د پاتې کېدو چمتووالی ولري.

د ایران دولتي رسنیو ټینګار کړی چې د ۲۴ ساعتونو له تېرېدو وروسته باید چاپېریال په اتومات ډول خوندي ونه ګڼل شي، بلکې خلک دې د وتلو لپاره د رسمي چارواکو اعلانونو او بېړنیو لارښوونو ته په تمه وي.

همدارنګه، که په ودانۍ کې اور ولګېږي یا د نړېدو وېره وي، خلک دې خوندي بل پناه‌ځای ته انتقال شي.

رسنیو له خلکو غوښتي چې دا لارښوونې له خپلو کورنیو سره له مخکې شریکې او تمرین کړي، څو د احتمالي زیانونو کچه راکمه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button