ابراهیم ذوالفقاري: د امریکا او اسراییلو شتمنۍ مو په نښه کې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” خبرداری ورکړی، چې د امریکا او اسراییلو مادي او غیرمادي شتمنۍ د ایراني ځواکونو په نښه کې دي او هر ډول ګواښ ته به یې له جغرافیایي محدودیت پرته سمدستي ځواب ورکړل شي.

ذوالفقاري په یوه پیغام کې ویلي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت پوځي تګلاره له دفاعي حالت څخه د یرغلیز نوښت پر لور بدله شوې ده.

نوموړي ټینګار کړی، چې د امریکا او اسراییلو هر ډول ګواښ به له چټک ځواب سره مخ شي او د ایران وسله‌وال ځواکونه به د خپل ځواب په برخه کې جغرافیایي محدودیتونه په پام کې ونه نیسي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ویاند په خپل پیغام کې د بندیزونو د بشپړ لرې کېدو، د جګړې د تاوان ورکولو، د هرمز تنګي پر سر د ایران د اسلامي جمهوریت د حاکمیت په رسمیت پېژندلو او د بیا برید نه کولو د تضمین غوښتنه هم کړې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button