د امریکا د استازو جرګې ټاکنې؛ ډیموکراتانو ۱۰۲ او جمهوريپالو ۵۰ څوکۍ ګټلې دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د استازو جرګې د منځمهاله ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې، ډیموکرات ګوند تر اوسه ۱۰۲ او جمهوريپال ګوند ۵۰ څوکۍ ګټلې دي.
د راپورونو له مخې، د استازو جرګه ټولې ۴۳۵ څوکۍ لري او هر ګوند د اکثریت ترلاسه کولو لپاره لږ تر لږه ۲۱۸ څوکیو ته اړتیا لري.
په دغو ټاکنو کې جمهوريت پال هڅه کوي په استازو جرګه کې خپل کمزوری اکثریت وساتي؛ خو ډیموکراتان د جرګې د کنټرول ترلاسه کولو لپاره د خپلو څوکیو شمېر لږ تر لږه درې نورو څوکیو لوړولو ته اړتیا لري.
که ډیموکراتان د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت ترلاسه کړي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د پالیسیو او پرېکړو پر وړاندې به د سیاسي محدودیتونو او څارنې کچه لوړه شي.
تر دې وړاندې جمهوريپالو د کانګرس په دواړو جرګو کې اکثریت درلود.
د رایو شمېرنه لا هم روانه ده او د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.



