د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او اکټیډ موسسې د ۳.۱۶ میلیونه ډالرو مرستې هوکړهلیک لاسلیک کړ

کابل ټکی کام (شنبه، د لړم ۳۰مه)
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې او اکټیډ موسسې د څه باندې ۳ میلیونه او ۱۶۶ زره ډالرو په ارزښت د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
دغه هوکړهلیک د یادې ادارې د عمومي رئیس نورالدین ترابي او په افغانستان کې د اکټیډ موسسې د عمومي رئیس هانس جوهانس ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د هوکړې له مخې به د دایکندي او بدخشان په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې شاوخوا ۸ زره اړمنو او د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شي.
همدارنګه، د دغه پروګرام په ترڅ کې به ۷۵۰ کسان د ټولنیز ملاتړ اړوندو خدمتونو ته ور وپېژندل شي.



