پنجشېر کې پر ۱۰۰ جریبه ځمکه د کېلاسو ۱۰ زره نیالګي کېنول کېږي

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۱)

د پنجشېر ولایت د رسنیو دفتر وایي، په دغه ولایت کې د ۱۰۰ جریبه ځمکې په ساحه کې د کېلاسو د بڼونو جوړولو پروژه پیل شوې، چې په ترڅ کې به یې ۱۰ زره نیالګي ووېشل شي او ۱۰۰ کروندګر به ترې ګټه واخلي.

د پروژې په لړ کې د شتل، عنابې، رخه او بازارک ولسوالیو کروندګرو ته د کېلاسو نیالګي او د بڼوالۍ اړین وسایل وېشل شوي دي.

د چارواکو په وینا، د دې پروژې ټول لګښت یو نیم میلیون افغانۍ دی، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له داخلي بودجې ورکول کېږي او موخه یې د کروندګرو د عاید زیاتول او د نشه‌يي توکو د کښت لپاره د بدیل معیشت برابرول دي.

چارواکي زیاتوي، چې سږ کال په پنجشېر کې د شاوخوا یو میلیون ډالرو په ارزښت سلګونه نورې کرنیزې او د اوبو لګولو پروژې هم پلې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button