ذبیح الله مجاهد: له اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د ډله‌ییز اخراج د مخنیوي لپاره دیپلوماتیکې هڅې کوو

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند ‘ذبیح‌الله مجاهد” وايي، هڅې روانې دي چې د ډیپلوماټیکو لارو او خبرو اترو له لارې له اروپايي هېوادونو څخه د افغان کډوالو د ډله‌ییز ایستلو مخه ونیول شي.

مجاهد ټینګار کړی، چې په اروپايي هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو حقونه باید خوندي وي او که د هغوی د بېرته ستنولو پرېکړه کېږي، نو دا بهیر باید د همغږۍ او متقابل تفاهم له لارې ترسره شي.

د نوموړي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې جرمني، اتریش او سویس تر دې وړاندې افغانستان ته د افغان کډوالو د ایستلو اقدام کړی دی.

په ورته وخت کې څلورو نورو اروپايي هېوادونو هم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو د تخنیکي خبرو اترو ترسره کول تایید کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button