جنرال یحیی سریع: مکې مکرمې ته هېڅ خطر نشته زموږ بریدونه د سعودي پر پوځي او نفتي تاسیساتو متمرکز دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱ مرغومي، ۱۴۰۵ل)
د یمني ځواکونو ویاند “برید جنرال یحیی سریع” ویلي، چې مکې مکرمې ته هېڅ خطر نه شته او یوازینی ګواښ ورته د واکمن نظام له لوري دی.
نوموړي ټینګار کړی چې د یمن ملت د مکې مکرمې او ټولو اسلامي مقدساتو درناوی او تقدس ساتي.
هغه د سعودي عربستان هغه ادعاوې چې ګواکې د مکې مکرمې سیمه له خطر سره مخ ده، ستر درواغ او بېبنسټه تبلیغات بللي دي.
یحیی سریع زیاته کړې، چې د دوی پوځي عملیات یوازې د سعودي عربستان د تېلو پر تاسیساتو او پوځي اډو متمرکز دي او د مکې مکرمې او نورو سپېڅلو ځایونو پر ضد هېڅ ډول برید نه دی ترسره شوی.



