کابل کې د افغان یونایټډ بانک د دوو کارکوونکو د وژنې په تور شرطې ځواکونو سره نښته کې ۳ تنه غله وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، د ليندۍ ۱)
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند په ۳۱۵ سیمه کې درې تنه غله د پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، یادو کسانو شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د کابل په لیسه مریم سیمه کې د افغان یونایټډ بانک پر موټر برید کړی و، چې په پایله کې یې د بانک دوه کارکوونکي وژل شوي او یوه اندازه پیسې یې وړې وې. وزارت زیاتوي، چې دغو کسانو په بغلان ولایت کې هم د یوه کس په وژنه کې لاس درلود.
د کورنیو چارو وزارت په وینا، شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د دغې ډلې اووه نور غړي هم نیول شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي شوي دي.



